پاکستاني ځواکونه يو ممکنه ځانمرګي بريد کوونکی ووژلو

د سټاف راپور

کراچۍ - ميډيا راپور ورکړ چې پاکستاني ځواکونو يو ممکنه ځانمرګي بريد کوونکی او شپږ جنايتکاران ووژل او څلور نور وسله وال یې ونیول.

سما نيوز راپور ورکړ چې دغه ممکنه بم غورځوونکي پلان لرلو چې د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۱۶مه) د صوبه سيند په حیدراباد ډسټرکټ کې په امام بارګاه باندې بمي حمله وکړي، خو نيم پوځي رينجرو هغه په ډزو ووژلو. هغو د هغه ځانمرګي واسکټ شنډ کړو.

جيو نيوز راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۱۶مه) په کراچۍ کې د لیاري ګينګ دوه غړي او په لاهور کې څلورغله ووژل.

دنیا تلويزيون د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۵مه) راپور ورکړ چې د صوبه پنجاب په ګجرانواله ډسټرکټ کې د صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې وروستيو کې څلور مشکوک وسله وال ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500