سیند د تروریزم ضد لسو نورو عدالتونو منظوري ورکوي

د سټاف راپور

کراچۍ - دنیا تلويزيون د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳مه) راپور ورکړ چې د صوبه سیند حکومت د لویې کچې کمیټۍ په دې وروستيو کې د تروریزم ضد لسو نورو عدالتونو (ای ټي سيز) او د مدرسو د رجسټر کولو منظوري ورکړه.

د سيند اعلی وزير مراد علي شاه په کراچۍ کې د دغې غونډې مشرتوب وکړو.

د شاه وياند، مولا بخش چانډيو وويل، ګډونوالو هم موافقه وکړه چې په ای ټي سيز کې د کيسونو په تيزۍ سره حل کولو لپاره زیات پراسيکيوټران واخلي.

جيو نيوز په دغه ورځ خبر ورکړ، په همدې حال کې، د پاکستان سمندري ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳مه) په بلوچستان کې د ګوادر بندرګاه د ساتنې لپاره د ټاسک فورس، ټي ايف-۸۸ جوړولو اعلان وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500