پېښور - دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه) راپور ورکړ چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په دې وروستيو کې د پېښور ليدنه وکړه. هلته کې هغه په هر قیمت د ترهګرۍ له منځه وړلو ژمنه وکړه.
د دنیا نيوز له مخې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آیي ايس پي آر) په يو بيان کې وويل، باجوه په پېښور کې د يولسم کور هيډکوارټر ليدنه وکړه. هلته کې هغه ته په خیبر پښتونخوا (کی پي) او فاټا کې د حالاتو په هکله معلومات ورکړی شول.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړ، له بلې خوا، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه) د بلوچستان په تربت ډسټرکټ کې د نيشنل پارټۍ په يو دفتر باندې د لاسي بم په یوه حمله کې نهه تنه ژوبل شول.