کوټه - ميډيا راپور ورکړ چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا (کی پي) صوبو کې په حاليه تشدد کې دوه سيکيوريټي پرسونل او یو منتخب شوی ځايي چارواکی ووژل شول.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې وسله والو د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۱مه) په آواران ډسټرکټ کې د آواران میونسپل کمیټۍ يو غړی مولا بخش او يو بل تن په ډزو ووژلو.
دنیا تلويزيون د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه) راپور ورکړ چې وسله والو په دې وروستيو کې په کوټه کې د فرنټير کور يو غړی ووژلو.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې په عین حال کې په پېښور کې وسله والو د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۰مه) د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد د پوليسو ډپټي سپرينټنډنټ، رياض الاسلام وژلو.
جيو نيوز د امنيتي سرچينو له خولې راپور ورکړ چې نيم پوځي رینجرو د يکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۱مه) په کراچۍ کې د ګوله بارودو او وسلو يوه زیرمه، چې په يو کور کې د غسل خانې د لاندې پټه کړی شوې وه، تر لاسه کړه.