د پاکستان يو هوايي جهاز لوېدلې دی، ۴۸ کسان په کې سپاره وو

ای ايف پي لخوا

اسلام اباد - ای ايف پي راپور ورکړ چې ايویيشن اتهارټۍ وويل، د پاکستان یو هوايي جهاز، چې د چترال شمالي غريز ښار نه اسلام آباد ته په کورني پرواز وو، د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۷ مه) راولويدو. په دغه جهاز کې ۴۸ تنه کسان سپاره وو.

سيول ايویيشن اتهارټۍ ای ايف پي ته وويل، پاکستان انټرنيشنل ايرلاينز (پي آی ای) پرواز پي کې۶۶۱ په صوبه خيبر پښتونخوا کې رالويدو.

دا خبره فوراً معلومه نه شوه چې د غورځېدو وجه څه وه.

پوځ، چې د ژغورنې عملیاتو يوه برخه وه، د ملبې نه مړي راوباسي.

سردار اورنګزيب نالوټه، چې يو ځايي قانون ساز دی، ای ايف پي ته وويل، "په کومه طريقه چې دغه جهاز راوغورځيدو او ټوټې ټوټې شو، داسې ښکارې چې په دې کې به د بقا هيڅ چانس نه وي."

هغه وويل، کليوال په شالونو او کټونو کې د بدن ټکړې راټولوي. په داسې حال کې چې پوليس او ريسکيو ټيمونه په ټارچونو دغه ځای لټوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500