اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړ چې پاکستاني امنيتي ځواکونو په کراچۍ او صوبه بلوچستان کې په عملياتو کې د ګينګ يو غړی او درې اغواکار ووژل.
جيو نيوز راپور ورکړ چې چارواکو د چهارشنبې په لومړيو کې (د دسمبر په ۷ مه) په کراچۍ کې د لیاري ګينګ يو غړی، بلال، چې تخلص يې بهيا دی، ووژلو.
د سیند پولیس وايي، بهيا له ۵۰ څخه زيات کسانو په وژلو کې لاس لرلو.
د ډان خبري اژانس له مخې، ځايي سينير سپرنټنډنټ آف پوليس (ايس ايس پي) اعتزاز ګورایا وویل، امنيتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۶ مه) په چمن کې درې اغواکار په ډزو ووژل او يو سوداګر يې آزاد کړو کوم چې دوی نيولی وو.
دغه مجرمانو په کوټه کې د اکتوبر په مياشت کې دغه سوداګر اغوا کړی وو.