پېښور - د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې په پېښور کې د سړک غاړې دوه بمونه د دسمبر په ۲ مه وچاودېدو، چې ظاهرا يې د پوليسو غړي په نښه کول.
په کارخانو مارکيټ کې يو ريموټ کنټرول بم هغه وخت وچاوديدو کله چې د پوليسو يو ګاډې د دغه ځای نه تير شو.
د خېبرپښتونخوا د پوليسو رورل سپرينټنډنټ (ايس پي) فرقان بلال وويل، په عين حال کې، دوهم بم په چمکنۍ سيمه کې وچاوديدو، چې ظاهرا يې د پولیسو ډپټي سپرينټنډنټ (ډي ايس پي) عبدالسلام په نښه کولو.
په دواړو پيښو کې مرګ ژوبله نه ده رپورټ شوې.