پېښور -- د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د نومبر په ۲۸مه د تاوتریخوالي په ترڅ کې ۲ تنه جنګیالي، ۲ تنه امنیتي کسان او یو د امن د چارو رضاکار ووژل شول.
پولیسو ډان ته وویل، په پېښور کې وسله لرونکو کسانو د خیبرپښتونخوا سیټي پټرول فورس چې نوی یې کار شروع کړی دی هدف وګرځولو، چې یو اسیسټنټ سب انسپېکټر یې ووژلو. ډان زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې په جلا هدفي وژنو کې یو د امن د چارو اکټیویسټ او یو د لیویز چارواکی ووژل شول.
د ډان د رپورټ تر مخه، اېف سي د نومبر په ۲۸مه وویل چې فرنټیر کور (اېف سي) په وروستیو وختونو کې د بلوچستان صوبې په ډېره بګټي ضلعه کې دوه تنه ترهګر ووژل او د جنګیالو ۵ د پټېدلو ځایونه یې ویجاړ کړل.
دنیا ټي وي رپورټ ورکړ چې په کراچۍ کې، د سیند پولیسو د ترهګرۍ ضد ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) د نومبر په ۲۸مه درې کسان چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان غړیتوب لرلو تور پرې لګېدلی وو ونیول.