اسلام اباد - د پاکستان پوځ نوی مشر لري.
ازادې راډیو د نومبر په ۲۶مه راپور ورکړ چې جنرل قمر جاوېد باجوه به ډېر ژر د پوځ لوی درستیز مشر شي، په داسې حال کې چې جنرل زبير محمود حيات به د پوځ لوی درستیز کمیټۍ چيرمين شي.
باجوه د جنرل راحیل شریف او زبير د جنرال رشید محمود پر ځای مشري کوي. د دواړو نوي کمانډراونو مراسمې د نومبر په ۲۹مه په راولپنډۍ کې ټاکل شوي دي.
د نواز شریف د دفتر وايي چې ولسمشر ممنون حسین د لومړي وزير ميا محمد نواز شريف لخوا د باجوه او زبير پروموشن منظور کړو.