په پاکستان کې ۷ کسان وژل شوي؛ ۶ کسان تښتول شوي دي

د سټاف راپور

اسلام اباد - رسنيو راپور ورکړ چې په پاکستان کې په دې وروستيو کې لږ تر لږه اوه کسان، د دوه وسله والو، د پوليسو د يو چارواکي او د احمدي ټولنی د یو غړي په ګډون وژل شوي دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، پوليسو وويل، هدفي قاتلانو د نومبر په ۲۷مه په کراچۍ کې په مختلفو نښتو کې د احمدي ټولنې يو غړی او د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ په ډزو ووژلو.

منصور ګچکي تايد وکړو، چې په جلا توګه، وسله والو د نومبر په ۲۶مه د بلوچستان په ګوادر ولسوالۍ کې د تېلو د لټون د فرم په ګاډي باندې ډزې وکړې، چې دوه سيکيوريټي ګارډز، يو سينير ایډمنسټريټر په کې ووژل شول. په دغه ورځ، چارواکو تايد وکړو چې امنيتي ځواکونو د منع شوې لشکر جنګوي (LeJ) ډلې دوه غړي ووژل او د بلوچستان په مستونګ کې یې د لشکرې جنګوي یو شکمن غړی ونیوو.

د سما تلويزيون د نومبر د ۲۷مې نيټې د راپور له مخې، پو ليس وايي چې بريد کوونکو په دې وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د پښتنو ثقافتي سندرغاړی دروېش خان ووژلو. امنيتي چارواکي وايي چې د نومبر په ۲۶مه تښتوونکو د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سيمه کې د پولينډ د تیلو او ګيس سروې فرم شپږ پاکستاني کارکوونکي اغوا کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500