اسلام اباد - رسنيو د نومبر په ۲۲مه راپور ورکړ چې په وروستۍ جګړې او د تشدد په نورو پېښو کې درې پاکستاني وسله وال او پنځه تنه امنيتي پرسونل ووژل شول. له بلې خوا، د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د ۱۰ ترهګرو د مرګ سزا لاسلیک کړه.
د جيو نيوز راپور ورکړ چې په پېښور کې د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې د ايف سي درې غړي ووژل شول.
د ايکسپريس ټريبيون له مخې، ځايي چارواکو تائید وکړ چې د مهمند ايجنسۍ په صافي تحصيل کې امنيتي ځواکونو د نومبر په ۲۱مه په يوه نښته کې درې ترهګر ووژل. يو امنيتي چارواکی وايي، چې یوه ورځ مخکې، وسله والو د ليوي فورس دوه غړي وژلي وو.
د سما تلويزيون له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل چې جنرل راحیل د نومبر په ۲۲مه د ۱۰ محکوم ترهګرو د مرګ سزا لاسلیک کړه. پوځي محکمې د هغو د مرګ سزا جاري کړې وه.
سما تلويزيون راپور ورکړ چې په همدې حال کې په صوبه سیند کې د پوليسو سينير سپرينټنډنټ جنید شيخ د نومبر په ۲۱مه وويل، چې "په زرګونو" پاکستاني سوریې ته تللي دي چې د داعش په وړاندې او خلاف جګړه وکړي.