کراچۍ - رسنيو راپور ورکړ چې د داعش يو غړی په هغه درې غیرقانوني کسانو کې شامل وو کوم چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې ووژل شول.
سما تلويزيون راپور ورکړ چې د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (CTD) پرسونلو په دې وروستيو کې په مري سيمه کې د داعش ترهګر وواژه او زياته یې کړه چې د داعش شکمن تن وتښتېدلو.
د سېند رينجر وايي، له بلې خوا نيم پوځي رينجرو د نومبر په ۱۸مه په کراچۍ کې د عزير بلوچ جنايي ډلې دوه غړي ووژلو. هغوی زياته کړه چې په متقابلو ډزو کې دوه رینجر هم ټپيان شول.
د ډان خبرې اژانس راپور له مخې، فرنټير کور وايي چې په جلا پيښه کې امنيتي ځواکونو د نومبر په ۱۷مه د بلوچستان په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان يو شکمن غړی ونیولو.