په پاکستان کې د تشدد د لاسه ۷ تنه ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړ چې په پاکستان کې په دې وروستيو وختونو په تاو تریخوالي کې د امن کميټۍ لږ تر لږه پنځه غړي او دوه دهشت ګرد ووژل شول.

د ډان خبري اژانس له مخې، چارواکي وايي چې د خيبر ايجنسۍ بازار په زخه خيل کې د نومبر په ۱۶مه د امن کمیټۍ پنځه غړي په ډزو ووژل شول.

جيو نيوز او دنیا تلويزيون د نومبر په ۱۷مه راپور ورکړ چې پوليسو په کراچۍ کې د نومبر په ۱۶مه دوه ترهګر ووژل او ۱۳ ونيول.

د ډان خبري اژانس له مخې، د ولايت د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (CTD) د نومبر په ۱۷مه وويل، له بلې خوا، د پنجاب پولیسو په دې وروستيو کې په لاهور کې د داعش اته شکمن کسان ونيول.

د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې په بلوچستان کې دفرنټير کور(FC) او د قانون نافذونکو نورو ادارو د نومبر په ۱۶مه په ټمپ سيمه کې يو بم شنډ کړو.

دنیا تلويزيون د نومبر په ۱۶مه راپور ورکړ، په جلا ډول، ايف سي په دې وروستيو کې د بلوچستان په حب سيمه کې دوه شکمن ترهګر ونيول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500