جنرال راحیل د وزيرستان څخه لیدنه کوي

د سټاف رپورټ

راولپنډۍ - جيو نيوز خبر ورکړ چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د نومبر په ۱۵مه د ترهګرۍ ختمولو په باره کې د خپلې ارادې تکرار وکړو.

د آی ایس پي آر مطابق، راحیل د دهشت ګردۍ له کبله ځپلې شوي شمالي او جنوبي وزيرستان ليدلو په ترڅ کې خپله اراده څرګنده کړه، هلته کې هغه د قبايلي مشرانو سره خبرې اترې وکړې او د يو څو ترقياتي پراجيکټونو پرانیسته یې وکړه.

ضرب عضب اپريشن، چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې شروع کړو او اوس هم جاري دی، په فاټا کې د دهشت ګردو نيټ ورکونه هميشه لپاره ختم کړي دي او په پاکستان کې دهشت ګردي ختمولو مقصد ته نزدې دی.

راحیل وويل، چې چارواکي به ټول په موقت ډول بې ځایه شوي (TDPs) خلک د ۲۰۱۶ کال په آخر کې په عزت او درنښت سره خپلو کورونو ته واپس کړي.

ډان رپورټ ورکړو چې، بل اړخ ته، په موټرسايکل سپرو تنانو په کراچۍ کې د نومبر په ۱۵مه د پاکستان د ایرفورس يو افسر، زاهد فاروق هغه وخت په ډزو وویشتو چې هغه د غلا منع کولو کوشش کوو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500