د پنجاب پولیسو ۸ تنه شکمن کسان ونيول

د سټاف راپور

اسلام اباد - رسنيو راپور ورکړ چې پولیسو په دې وروستيو کې د پنجاب په دوو ولسواليو کې اته تنه شکمن کسان نیولي دي.

دنیا تلويزيون د نومبر په ۱۵مه راپور ورکړ چې د ترهګرۍ سره د مبارزې ولايتي ادارې (CTD) په دې وروستيو کې ګجرانواله ته نږدې مور امين اباد سیمه کې د یوه منع شوې ډلې درې شکمن غړي ونيول.

د CTD يو وياند وايي، شکمن کسانو پلان لرلو چې د ګجرانواله ځيني زيارتونه په نښه کړي.

ډسټرکټ پولیس افسر (DPO) ډاکټر عابد د جيو نيوز له مخې وايي، پوليسو د نومبر په ۱۴مه په سیالکوټ کې پنځه کسان چې د يو هیجړا په شکنجه کولو کې تورن وو ونیول.

جيو نيوز زياته کړه چې ياد پنځه کسان د هيجړا په شکنجه کولو کې تورن وو ځکه چې هغه د ساتنې د پیسو ورکولو څخه انکار کړی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500