چاودیدونکو توکو د مومند مشر ووژلو؛ د کراچۍ پوليسو د پوليس شکمن قاتلان ونیول

د سټاف راپور

پېښور - رسنيو راپور ورکړ چې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې د نومبر په ۱۳مه په مومند ايجنسۍ کې حکومت پلوه يو قومي مشر ووژل شو، په داسې حال کې چې پوليسو په همدې ورځ دوه کسان چې په کراچۍ کې د پوليسو د يو افسر په وژلو کې تورن وو ونيول.

ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړ چې دغه بم په چيناري سيمه کې د سولې کمېټې يو پخوانی غړی ملک دریا خان صافي ووژلو.

دنیا تلویزیون خبر ورکړ چې په کراچۍ کې پوليسو د نومبر په ۱۳مه دوه شکمن کسان چې د نومبر په ۱۲مه د رضوان په نامه یو افسر په وژلو کې تورن وو ونيول.

پوليس وايي چې د رضوان د وژلو لامل شخصي دشمني وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500