اسلام اباد - د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې په بلوچستان کې د نومبر په ۸ مه دوه پاکستاني پولیس افسران ووژل شول.
پوليس وايي، وسله والو په نصیر اباد ولسوالۍ کې افسران په ډزو وويشتل او ووژل. پوليسو ګزمه کوله چې د هغوی قاتلانو په دوی باندې ډزې پيل کړې.
دنیا تلویزیون خبر ورکړی چې د بمونو شنډولو سکواډ دوه پرسونل د نومبر په ۹ په پېښور کې د يو بم له کبله هغه وخت ټپيان شول کله چې دوی د دغه بم د شنډولو هڅه کوله.
د ډان خبري اژانس له مخې، د فرنټير کور وياند وصي خان وويل چې امنيتي ځواکونو د بلوچستان ولایت په ډیره بګټي ولسوالۍ کې په دې وروستيو کې د وسله والو څلور پټنځايونه ويجاړ کړل او دوه تنه شکمن کسان یې ونیول.