اسلام اباد - ډان خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د نومبر په ۷ مه د نهو ترهګرو د مرګ سزا تاييد کړه.
ډان خبري اژانس راپور ورکړی چې محکوم شوي ترهګر هغه کسان دي کومو چې د پاکستان انټرنيشنل ايرلاينز په الوتکې باندې هغه وخت ډزې پيل کړې کله چې دا په پيښور کې په ۲۰۱۴ کال کې راکوزيدله. په دغه پيښه کې په الوتکه کې يوه ښځه ووژل شوه او د الوتکې يو چاروکی ټپي شو.