پنجاب په لاهورکې د خوندي ښار پروژه پيلوي

د سټاف راپور

لاهور - د ډان خبرې اژانس راپور ورکړی چې د پنجاب د خوندي ښار پروژه په لاهور کې د اکتوبر په ۱۱ مه پرانیستلی شوه ده چې د ۸،۰۰۰ کمرو څارنې له لارې ښار خوندي کړي.

هغه وويل، چې دغه پروژه به په پړاو کې د ولايت نورو ښارونو ته هم وغځول شي.

د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف د دې پروژې د پرانستلو په موقعه وويل، په لاهور کې به د خوندي ښار پروژې باندې ۱۲ میلیونه روپۍ (امریکايې ۱۱۴.۷ ميليونه ډالره) لګښت راځي چې دا به ښار د جرم څخه پاک او سوله ايز کړي.

شهباز شريف وويل، چې د څارنې کمرو څارنه به له کمانډ او کنټرول مرکز څخه کولی شي. هغه زياته کړه چې ورته پروژې به د ۲۰۱۷ کال په پای کې په ملتان، بهاولپور، راولپنډۍ، ګوجرانواله، فيصل آباد او سرګودها کې هم پيل کړی شي.

دنیا تلویزیون خبر ورکړی چې رينجرو دوه هدفي قاتلان چې له متحده قومي مومنټ (MQM) سره یې اړيکي لرلې نيولي دي. رينجرو د کراچۍ په په لانډي، بن قاسم، شمالي ناظم آباد او کورنګي سيمو کې د اکتوبر په ۱۲ مه په بريدونو کې د منع شوې ډلو څلور شکمن وسله وال نیولي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500