پاکستان په موټرسایکل د دویم کس په ګرځولو بندیز ولګولو، او د موبایل فون خدمت یې وځنډولو

د سټاف راپور

اسلام اباد -- په ملک کې د محرم د مراسمو د امنیت خوندي ګرځولو په مقصد د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په موټرسایکلونو باندې د دویم کس په ګرځولو بندیز ولګول شو او د موبایل ټیلیفون خدمت وځنډولی شو. د ملک په مختلفو برخو کې د امنیتي چاپو پر وخت ۱۴ شکمن کسان هم ونیولی شول.

دنیا ټي وي د اکتوبر په ۱۱مه راپور ورکړ چې دغه بندیز به د محرم د ۹مې او ۱۰مې لپاره چې د اکتوبر له ۱۱مې او ۱۲مې سره برابره ده د اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، کوېټې، پېښور، ملتان، نارووال، اوکاړه، جهنګ او رحیم یارخان په شمول په ټولو لویو او حساسو ښارونو کې نافذ وي.

په ټول ملک کې په داسې حال کې چې پولیس او د رنجرز پرسونل د مراسمو د خوندي ګرځولو لپاره توظیف شوي وو حفاظتي اقدامات برابر شوي وو. د کشف په مقصد له هلیکاپټرو نه هم کار اخیستلی کېدو.

په عین حال کې، ډان رپورټ ورکړ چې د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) وویل چې ۱۱ تنه شکمن هدفي وژونکي، چې شک کېدلو چې د ګډوډۍ د فعالیتونو د ترسره کولو او د محرم د مراسمو د هدف ګرځولو پلان لري د اکتوبر په ۱۰مه د خیبرپښتونخوا صوبې په ډېره اسماعیل خان ضلعه او خواوشا سیمو کې ونیولی شول.

آی اېس پي آر زیاته کړه، یو شکمن ترهګر چې د پولیس کانسټیبل په وژنه کې یې لاس لرلو هم په کوهاټ کې ونیولی شو.

دنیا ټي وي راپور ورکړو چې دوه نور شکمن کسان د اکتوبر په ۱۰مه د پنجاب د فیصل اباد ضلعې په لاري اډه سیمه کې ونیولی شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500