پاکستاني ځواکونو شکمن برید کونکې ونيول او د تروریستي حملو پلان يې شنډ کړو

د سټاف راپور

اسلام اباد - پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې د افغانستان پولې ته څېرمه په بلوچستان کې د ترهګرۍ يوه دسيسه شنډه کړه، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې په پېښور او مردان بريدونو کې شکمن تورن ونيول.

د ډان خبرې اژانس له مخې، د فرنټير کور وياند خان واسي وايي چې د سپتمبر په ۲۷ مه فرنټير کور لږ ترلږه ۱،۸۰۰ کلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۵۰ په لاس جوړې شوې چاودونکي وسیلې (IEDs) او نورې وسلې په پنج پې سيمه کې ترلاسه کړې.

واسي وايي، وسله والو پلان لرلو چې دغه وسلې په بلوچستان کې دننه په بريدونو کې وکاروي. شکمن کسان وتښتېدل.

د سما تلويزيون له مخې، د پوځ ویاند جنرال عاصم سليم باجوه د سپتمبر په ۲۷مه وويل چې په پېښور کې پوځ په دې وروستيو کې اووه تنه شکمن کسان ونيول چې په پېښور او مردان کې د سپمتمبر په مياشت کې په بريدونو کې تورن وو. هغه د هغوی د نیولو د ځایونو په اړه راپور ورنه کړو.

باجوه وويل، دغه درې تنه چې د مردان په بريد کې تورن وو پلان لرلو چې پر مردان پولیسو لینونو او په مردان کې د نیشنل بانک په څانګه بريد وکړي. هغه زياته کړه، چې پوځ له دوی څخه درې ځانمرګي واسکټونه ترلاسه کړي دي.

جيو خبرې اژانس راپور ورکړ چې امنيتي ځواکونو د سپتمبر په ۲۸مه په کراچۍ کې ۱۸ شکمن کسان ونيول چې په دې کې د يوې منع شوې ډلې درې تورن غړي شامل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500