اسلام اباد - رسنيو راپور ورکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د سپتمبر په ۲۵مه او ۲۶مه د تاوتریخوالي له کبله د تحریک طالبان پاکستان د لوړ پوړي يو قوماندان، يو ترافيکي پوليس افسر او يو قبايلي مشر ووژل شول.
ډان خبرې اژانس له مخې، پوليس وايي چې پر موټرسايکل سپرو کسانو د سپتمبر په ۲۵مه په کراچۍ کې يو ترافيکي فرعي پلټونکی په ډزو ووژلو.
د ډان خبرې اژانس له مخې، چارواکو وويل، د باجوړ ايجنسۍ ماموند تحصيل کې د سپمتبر په ۲۵مه د ريموټ کنټرول په بمي چاودنه کې د حکومت پلوه قبايلي مشر ملک تاج خان ورور ووژل شو.
دنیا خبري اژانس راپور ورکړ چې په دې وروستيو کې افغان ځواکونو په پکتیکا ولایت کې د تحريک طالبان یوه لوړ پوړی قوماندان او لږ تر لږه ۱۰ نور وسله وال وژلې دي.
دغه عملیات چې اعظم خان طارق په کې ووژل شو د پاکستان جنوبي وزیرستان کې ترسره شول.
جيو خبري اژانس راپور ورکړ، له بلې خوا، د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې د ۸۴۰۰ څخه زيات شکمن کسانو چې د تروریزم سره يې مالي مرسته کوله بانکي حسابونه بند کړل.