د بلوچستان او سیند په عملیاتو کې يو وسله وال وژل شوی او۳۹ تنه شکمن کسان نيول شوي دي

د سټاف راپور

کراچۍ - پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې په بلوچستان او سیند ولايتونو کې يو وسله وال وژلی دی او ۳۹ تنه شکمن کسان یې نيولي دي.

ډان راپور ورکړ چې پولیسود سپتمبر په ۱۹ مه د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې په ډزو کې يو وسله وال وژلی دی.

دنیا تلويزيون د سپتمبر په۲۱ مه راپور ورکړ، له بلې خوا، پوليسو او نيم پوځي رينجرو په دې وروستيو کې په ټوله کراچۍ کې په عملیاتو کې ۳۵ تنه شکمن کسان نيولي دي.

د دنیا تلويزيون په وينا، د قانون د پلي کولو ادارې په دې وروستيو کې د سيند ولايت په سهوان سيمه کې د کراچۍ د جرایم پیشه ډلې څلورغړي د يو شکمن قوماندان په ګډون نيولي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500