د پنجاب پوليسو د داعش ۴ ګمارونکي ونيول

د سټاف راپور

راولپنډۍ - رسنيو راپور ورکړ چې پولیسو په پنجاب کې د داعش څلور ګمارونکي ونيول او په کراچۍ کې یې په سورنګ کې دننه پټه شوې د وسلو لويه زېرمه ترلاسه کړه.

سما خبرې اژانس راپور ورکړ چې د ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست (CTD) پوليسو د سپتمبر په شلمه نيټه د پنجاب ولايت اټک او ټيکسلا سيمو کې په جلا جلا چاپو کې د داعش ګمارونکي ونيول.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست (CTD) وويل، نيول شوي شکمن کسان په افغانستان کې د داعش سيمه ييز مشر سره وکتل. CTD زياته کړه چې چاودېدونکي توکي او مواد، د خونديتوب فیوزونه، کیبلونه او نور مواد هم له هغوی څخه ترلاسه کړی شول.

جيو خبرې اژانس راپور ورکړ چې رينجر وايي، رينجرو د سپتمبر په ۱۹مه د کراچۍ قصبه کالونۍ سيمه کې په يوه سورنګ کې دننه پټه شوې د وسلو لويه زېرمه ترلاسه کړه.

جيو خبرې اژانس د سپتمبر په ۲۰ مه راپور ورکړ چې د تاوتريخوالي په یوه جلا پېښه کې نامالومه وسله والو په کراچۍ کې پرجمشید سړک د CTD يو چارواکی په ډزو ووژلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500