اسلام آباد - په بلوچستان کې د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د لاهور او کراچۍ د عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه شکمن کسان نیولي دي.
د دنیا ټلویزیون له مخې، د پنجاب د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې رياست (CTD) وايي، پوليسو د سپتمبر په ۱۶مه په لاهور کې د ورانکارۍ کولو یوه هڅه شنډه کړه او د علامه اقبال ټاون په سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې د داعش څلور شکمن ترهګر ونيول.
چارواکو د نيولې شوې شکمن کسانو څخه ۲ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، چاودوونکي او وسلې تر لاسه کړې.
د جيو خبري اژانس خبر ورکړ، د بلديه ټاون د پوليسو رئيس آصف رزاق وويل، چې په جلا ډول پوليسو د سپتمبر په ۱۶مه د کراچۍ په هزاره کالونۍ، سولجر بازار او ګلشن غازي سيمو کې د چاپو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه شکمن کسان نیولي دي.
د ډان له مخې، پوليس وايې چې په همدې حال کې د بلوچستان په نصير آباد ولسوالۍ کې د سپتمبر په ۱۴مه په يوه چاودنه کې د پاکستان پيپلز پارټۍ (PPP) دوه کارکوونکي ووژل شول کله چې د دوی موټر سایکل په هغه ځمکي ماین برابر شو چې پر سړک ښخ کړې شوې وو.