اسلام آباد - نيشن ورځپاڼې د سپتمبر په ۱۵مه راپور ورکړ چې د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف د سپتمبر په ۱۶مه د عمل ملي پلان (NAP) پلي کولو په اړه بحث کولو لپاره يوه غونډه رابللې ده.
نيشن ورځپاڼې راپور ورکړ چې په دغه غونډه کې به چارواکي د روان ضرب عضب او د کراچۍ عملیاتو د پرمختګ په اړه خبرې کوي او د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان به په هیواد کې د امنیتي حالت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکوي. تمه کيږي چې د پوځ او د نورو امنيتي ادارو مشران په دغه غونډه کې ګډون وکړي.