پنجاب له تروریزم سره مقابلې لپاره د رينجرو کارولو باندې غور کوي

د سټاف راپور

لاهور - رسنيو راپور ورکړ چې د پنجاب حکومت په ولايت کې له تروریزم سره د جګړې لپاره د نيم پوځي رينجرو کارولو باندې غور کوي.

ډان خبرې اژانس د سپتمبر په نهمه نيټه راپور ورکړ چې ولايتي حکومت له ولايتي ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست (CTD) سره مرسته کولو لپاره په دې وروستيو کې د ۶۰ ورځو لپاره د رینجرو کارولو اجازه د فدرال د کورنيو چارو وزير څخه وغوښتله.

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناء الله ډان ته وويل، که اجازه ورکړی شې نو رينجر به یوازې په لوی اختر او محرم کې له ترهګرۍ سره جګړه کې له پوليسو او د CTD سره مرسته وکړي.

د جيو خبري اژانس د سپتمبر په نهمه نيټه راپور ورکړ، په همدې حال کې د پېښور پوليسو په دې وروستيو کې يو شکمن نيولی دی چې په يوه بس کې يو بم ایښودلو کې تورن و. د بم شنډولو ځايي سکواډ چاودېدونکي مواد ناکاره کړل.

د سېند CTD د جيو خبري اژانس له مخې وويل، چې پوليسو د سپتمبر په اتمه نيټه په کراچۍ کې یو مشکوک افراطي ونیوو. دغه شکمن د صوفي سندرغاړي امجد صابري وژلو کې تورن و.صابري په کراچۍ کې د جون په دويشتمه نيټه ووژل شو.

ډان راپور ورکړ چې په نورو خبرونو کې راغلې دي چې چارواکو د سپتمبر په اتمه نيټه د بلوچستان ولايت په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې اسد ترين د درې مياشتو د بندي توب څخه وروسته ترلاسه کړو. هغه د بلوچستان د سيمه ييز حکومت وزیر سردار مصطفی ترین زوی دی چې تښتول شوی و. ځوان ترین د مۍ په يويشتمه نيټه په پشين ولسوالۍ کې تښتول شوی و او د راپورونو له مخې افغانستان ته وړلې شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500