په کراچۍ او پېښورکې دوه پوليس ووژل شول او اته پاکستانیان ټپيان شول

د سټاف راپور

پېښور - په کراچۍ او پېښور کې لږ تر لږه دوه پوليس وژل شوي او شپږ نور افسران ټپيان شوي دي.

د جيو خبري اژانس راپور ورکړ چې د سپتمبر په اتمه نيټه په پېښور کې په يو ريموټ کنټرول بم چاودنه کې اته کسان د چټک غبرګون ځواک د شپږو پرسونلو په ګډون ټپيان شوي دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، د جنوبي کراچۍ د پولیسو مشر (SSP) ثاقب اسماعيل مېمن وويل، د سپتمبر په ۷ مه په کراچۍ کې برید کونکو د پولیسو دوه افسران په ډزو ووژل.

دنیا تلویزیون د سپتمبر په اتمه نيټه خبر ورکړی دی چې په عین حال کې، امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په کراچۍ کې دوه شکمن ترهګر نيولې دي. سرچينې وايي چې شکمن کسان پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې تورن دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500