جنرال شريف وايي چې ضرب عضب عمليات برياليتوب تر لاسه کوي

د سټاف راپور

اسلام اباد - د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سپتمبر په شپږمه نيټه وويل چې ضرب عضب عملياتو بریالیتوبونه تر لاسه کړل خو سوله له ګواښونو سره مخ ده.

پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل چې نن ورځې پورې دوام لري.

د دفاع د ورځې په مراسمو کې راحیل د تروریزم ضد د عمل ملي پلان (NAP)، په قانوني نظام او حکومت کې د پراخه اصلاحاتو په قوي توګه پلي کولو لپاره غږ وکړ چې د ترهګرو ماتې ته دوام ورکړي.

حکومت په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د عمل ملي پلان اعلان وکړ.

د ډان خبرې اژانس له مخې، هغه وويل: "نن د پاکستان بيرغ زموږ د ګران هیواد په ټولو برخو کې له وياړ سره څرګند دی."

هغه وويل: "خو د سولې په اړه کورني او بهرني ګواښونه په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500