د ملا منصور د دستاويزاتو تصديق کولو له کبله يو قبايلي مشر ونیول شو

د سټاف راپور

کوټه - د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې د قبايولو يو مشر په بلوچستان کې د چمن سرحدي ښارګوټي کې د اګست په ۳۰مه ونيول شو. هغه د ملا اختر منصور، چې د افغانستان د طالبانو وژل شوی مشر و، د اسنادو تصديق کړی و.

د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) د لوړ پوړي يو چارواکي وويل، د فدرالي څېړنې ادارې (FIA) د چمن ښار په شاوخوا یو بريد کې ملک محبوب خان نورزي چې د نورزي قبيلې يو مشر دۍ، ونيوو. هغه زياته کړه، دغه شکمن کس کوټې ته ورسپارل شو.

منصور يو څو میاشتې وړاندې د بلوچستان په چاغي ولسوالې کې ووژل شو کله چې هغه له کوټې څخه ايران ته د پاکستاني دستاويزاتو سره سفر کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500