اسلام اباد - لږ تر لږه درې کسان، د دوو پوليسو په ګډون، په ډزو ووژل شو او د تحریک طالبان پاکستان يو شکمن په ټول پاکستان کې په دې وروستيو پېښو کې ونيول شو.
دنیا خبري اژانس راپور ورکړ چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د خیبر پښتونخوا (KP) په پېښور او د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې بمونه شنډ کړل.
ايکسپرس تريبون راپور ورکړ چې په يو وسله وال بريد کې د اګست په ۲۹مه د خېبرپښتونخوا په کوز دير کې يو ملکي او دوه تنه پوليس افسران ووژل شو.
وسله والو په ظاهرا د ولسوالۍ کونسلر شاه نواز په نښه کړی و خو هغه په تېښته بريالى شو، په داسې حال کې چې د هغه ورور ووژل شو.
د جيو خبري اژانس راپور ورکړ چې په کراچۍ کې د اګست په ۲۹مه پولیسو اته شکمن کسان، د تحریک طالبان سوات باب شکمن غړي په ګډون، د چاپو په ترڅ کې ونيول. دغه غړی په مختلفو وژنو او په کراچۍ کې په ترهګر بريدونو کې تورن دی.