د بلوچستان په عملیاتو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي

د سټاف راپور

کوټه - رسنيو راپور ورکړ چې په بلوچستان کې په ورستيو عملياتو کې لږ تر لږه ۱۳وسلوال وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په کوټه کې د پوليسو يو افسر په ډزو وژل شوی دی.

د جيو خبري اژانس په وینا، د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ISPR) د اګست په ۲۵ مه نيټه وويل چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د افغانستان پولې ته نږدې په چمن کې لږ تر لږه اته تنه وژلي دي.

ايکسپرس تريبون راپورورکړ چې په ناصرآباد ولسوالۍ کې ځواکونو د اګست په څليريشتمه نيټه پنځه نور وسله وال وژلي دي.

د ايکسپرس تريبون له مخې، چارواکې وايي چې هغوی د اګست په څليريشتمه نيټه په کوټه کې دوه شکمن ترهګر نيولي دي.

دنیا خبري اژانس راپور ورکړ چې په دغه ورځ په کوټه کې نامالومه وسله والو د پوليسو يو افسر په ډزو وژلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500