کراچۍ -- رسنیو راپور ورکړ چې درې تنه امنیتي منسوبین او یوه جوړه وروڼه په وروستیو کې په پاکستان کې په تاوتریخوالي کې ووژل شول.
ډان د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې یوه ځمکني ماین د اګست په ۱۷مه د خیبر ایجنسۍ په تیرا دره کې د پاکستان د پوځ دوه تنه عسکر ووژل.
د ډان د راپور له مخې، پولیسو وویل چې یو بل امنیتي افسر د اګست په ۱۷مه د بلوچستان ایالت په نصیراباد ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شو چې یو ماین یې خنثی کاوه.
د جیو نیوز د راپور په اساس، نامعلومو وسله والو د اګست په ۱۸مه په کراچۍ کې دوه وروڼه ووژل.
پاک ټریبیون وویل چې د ډان نیوز دوه تنه کارمندان هغه وخت ژوبل شول چې وسله والو په کراچۍ کې د هغوی په موټر باندې ډزې وکړې.