پاکستانی پولیس ووژل شو؛‌ ۵ شکمن ترهګر ونیول شول

د سټاف راپور

پېښور -- یو پاکستانی پولیس افسر د اګست په ۱۵مه د خیبر پښتونخوا ایالت په سوابۍ ولسوالۍ کې ووژل شو، په داسې حال کې چې پولیسو په پېښور او کراچۍ کې پنځه تنه شکمن ترهګر ونیول.‌

ډان راپور ورکړ چې، موټرسایکل سپرو کسانو په سوابۍ ولسوالۍ کې اېس اېچ او سعیدالابرار د ټوپک په ډزو وواژه.‌

په عین حال کې، دنیا نیوز راپور ورکړ چې د خیبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې (CTD) د اګست په ۱۶مه په پېښور کې د جماعت الاحرار د ممنوع ګرځول شوي تنظیم یو شکمن غړی نیولی دی.‌

پولیسو وویل چې،‌ له شکمن کس سره ۲ کیلوګرامه بم نیول شوی او دا چې دغه کس د ځانمرګي برید له پاره ټریننګ ترلاسه کړی وو.‌ پولیسو دغه شخص د پاکستان راډېو له محلي ودانۍ سره نژدې نیولی دی.‌

دنیا نیوز د اېس آی یو د مشر پولیس افسر فاروق اعوان له قوله راپور ورکړ چې، په یوه جلا پېښه کې د سند د پولیسو د ځانګړیو څېړنو څانګې د اګست په ۱۶مه په کراچۍ کې څلور تنه شکمن ترهګر ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500