اسلام آباد ۔ رسنۍ راپور ورکوي چې پاکستاني چارواکو په بیلابیلو سیمو کې ۱۰ شکمن ترهګر نیولي دي.
د جیو نیوز ترمخه آیي ایس پي آر ویلي چې د اګست په ۱۲ مه استخباراتي منسوبینو د پنډۍ سره نږدې لږ تر لږه شپږ شکمن ترهګر پشمول د دوو شکمن کوماندانانو نیولي.
سیمه ییز چارواکې وایي، په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۲ مه د جمرود تحصیل په خیبر ایجنسۍ کې لږ تر لږه څلور شکمن کسان چې ځانمرګي حمله کوونکي وو، نیولي.
د جیو نیوز ترمخه چارواکې وایي، لیویز او خاصه دار ځواکونو د دغه شکمن کسانو څخه څلور ځان وژونکي جیکټونه ترلاسه کړي.