|

پاکستاني چارواکو لس شکمن ترهګر نيولي دي.

د سټاف راپور

اسلام آباد ۔ رسنۍ راپور ورکوي چې پاکستاني چارواکو په بیلابیلو سیمو کې ۱۰ شکمن ترهګر نیولي دي.

د جیو نیوز ترمخه آیي ایس پي آر ویلي چې د اګست په ۱۲ مه استخباراتي منسوبینو د پنډۍ سره نږدې لږ تر لږه شپږ شکمن ترهګر پشمول د دوو شکمن کوماندانانو نیولي.

سیمه ییز چارواکې وایي، په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۲ مه د جمرود تحصیل په خیبر ایجنسۍ کې لږ تر لږه څلور شکمن کسان چې ځانمرګي حمله کوونکي وو، نیولي.

د جیو نیوز ترمخه چارواکې وایي، لیویز او خاصه دار ځواکونو د دغه شکمن کسانو څخه څلور ځان وژونکي جیکټونه ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Pf icons no 0

0 تبصرې

* ضروري برخې ښيي
Captcha

د رایو شمېر

تاسو د هند سره د وروستیو تاو تریخوالي کمولو لپاره د پاکستان د هڅو نه څومره مطمین يئ؟

نتایج وګورئ