پېښور - د اګست ۴ مه په خیبرپوښتونخوا کې د پولیسو د شهادت ورځ ولمانځلی شوه، په داسې حال کې چې يو ريموټ کنټرول بم پنځه پاکستانیان په کويټه کې ټپيان کړي دي.
دنیا تلويزون خبر ورکړ چې د ۲۰۰۷ کال راهيسې، له ۱،۳۰۰ څخه زيات د خېبرپښتونخوا پوليسو د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې وژل شوي دي.
ګډونوالو د فرنټير کور قوماندان، سفوت غيور، چې په په پېښور کې په ۲۰۱۰ کال کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی و، په قبر يوه ځانګړي مراسم ترسره کړه.
د پېښور د مرکزي ښار پولیسو افسر (CCPO) مبارک زيب او د پولیسو نورو لوړ پوړو افسرانو په دې مراسمو کې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې یو ویاړ ساتونکي ننداره کوله.
له بلې خوا په کویټه کې د اګست په ۳ مه يو ريموټ کنټرول هغه مهال وچاودلو کله چې يو امنيتي موټر دغه سيمې نه تیریدو. د درې امنیتي پرسونلو په ګډون پنځه تنه په دې پيښه کې ټپیان شوي دي.