لاهور -- د پاکستان د نړیوالې هوایی کرښې (پي آی ای) یوه ویاند د اګست په ۱ وویل چې د دغه شرکت کارمندان وروسته له هغه توقیف شول او پوښتنې ترې کېږي چې دوبۍ ته په یوه تلونکې الوتنه کې مخدره مواد ونیول شول.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې افسرانو د لاهور په هوایي ډګر کې د پاکستان د نړیوالې هوایي کرښې (پي آی ای) له الوتکې مخدره مواد ونیول.
د هوایي کرښې ویاند دانیال ګېلاني وویل چې «هر څوک چې مسؤل وپېژندل شي له هغه سره به سخت چلند وکړای شي. پي آی ای په دې اړه له هغه اړوندو ادارو سره مرسته کوي کومې چې پلټنې کوي.»
هغه ونه ویل چې له څو تنو کارمندانو څخه پوښتنې کېږي، نه یې هم د نیول شویو مخدره موادو د ډول یا مقدار په هکله تفصیلات ورکړ. نوموړي زیاته کړه چې د کارمندانو پر ضد کوم رسمي تورونه نه دي لګول شوي.