د پېښور په چاودنه کې ۳ تنه ژوبل شول؛‌ ۵ تنه شکمن پاکستاني اورپکي ونیول شول

د سټاف راپور

پېښور -- په پېښور کې د سړک د غاړې یوه بم درې کسان ټپیان کړل.‌ په عین حال کې د پاکستان پولیسو په کراچۍ او ګوادر کې پنځه تنه شکمن ترهګر ونیول.‌

ډان د پولیسو له قوله ولیکل چې د پېښور چاودنه چې د جولای په ۲۹مه له چارسدې اډې سره نژدې وشوه درې تنه پاکستانیان چې د ټرافیکو پولیس هم په کې وو ټپیان کړل.‌

جیونیوز د جولای په ۲۸مه راپور ورکړ چې په کراچۍ کې چارواکو په وروستیو وختونو کې دوه تنه شکمن کسان چې په هغه ښار کې د دوه عسکرو په وژنه تورن ول ونیول.‌ یاد عسکر د جولای په ۲۶مه په مرګوني ډول ویشتل شوي ول.‌

دنیا تلوېزیون راپور ورکړ چې چارواکو د جولای په ۲۸مه د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې درې تنه نور شکمن ترهګر ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500