شکمن تن کراچۍ کې د ۳ ژورنالستانو او نورو کسانو د وژلو اعتراف وکړ

د سټاف راپور

کراچۍ -- دنیا تلویزیون د جولای په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې د سرفراز په نامه یو تن د درې ژورنالستانو او نورو کسانو د وژلو اعتراف کړی دی.

پولیسو سرفراز په کراچۍ کې نیولی او جرمونو کې د هغه د شریکوالو د نیولو لپاره چاپې وهي.

په سرفراز یو داسې تنظیم چې بندېز پرې لګول شوی سره د اړیکو لرلو تور لګول شوی دی. د څېړنیز راپور له مخې، ویل شوي چې هغه ۲۰۱۳ کې په یوه فرقه ییز برید کې د یو پلار او زوي د وژلو او ۲۰۱۴ کې د یو شخصي تلویزیوني چینل د درې کارکوونکو د ویشتلو او وژلو اعتراف کړی دی.

چارواکیو په هغه د ترافیکو د پولیسو افسرانو او د متحده قومي مومنټ (ایم کیو ایم) د یو کارکوونکي د وژلو تور هم لګولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500