کویټه کې د سړک د غاړې بمي چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل

سټاف راپور

اسلام اباد -- کویټه کې د سړک د غاړې یوې تازه بمي چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان کړي، په داسې حال کې چې چارواکیو کراچۍ کې د جولای په ۲۱مه نېټه اوه تنه شکمن مجرمان او تروریستان نیولي دي.

جیو نیوز د جولای په ۲۲مه خبر ورکړ چې هغو شپږو پاکستانیانو کې چې کویټه کې د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې ټپیان شوي دوه ماشومان هم شامل دي. په خبر کې د پېښې نېټه نه ده ښودل شوې.

دنیا تلویزیون خبر ورکړ چې پولیسو د جولای په ۲۱مه نېټه د کراچۍ په ملیر سیمه کې اوه شکمن کسان ونیول چې په هغوی کې درې "د سیاسي تړون لرونکي" کسان هم شامل دي. په لیاري کې پولیسو د ډاکوانو د یوې ډلې څلور شکمن غړي ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500