پاکستاني ځواکونو د سیند د عالي محکمې د قاضي القضات زوی راخلاص کړ؛ د لښکر ۷ غړي ووژل شول

سټاف راپور

اسلام اباد -- د بین الخدماتي عامه اړیکو ادارې (آيي ایس پي ار) د جولای په ۱۹مه وویل چې پاکستاني ځواکونو په دغې نېټه وختي د سنده د عالي محکمې د قاضي القضات سجاد علي شاه تښتول شوی زوی د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې راخلاص کړو او په دې عملیاتو کې یې درې تنه تښتوونکي ووژل.

آيی ایس پي ار وویل چې تښتوونکو اویسعلی شاه -- څوک چې د جون په میاشت کې په کراچۍ کې تښتول شوی و -- یو بل ځای ته انتقالولو چې امنیتي ځواکونو یې ټانک سره نږدې موټر ودرولو او تښتوونکي یې ووژل.

د جیو نیوز له مخې آيي ایس پي ار وویل چې د تښتونې دا عمل القاعده او د پاکستان د طالبانو تحریک ترسره کړی و.

چارواکیو اویس شاه په الوتکه کې کراچۍ ته یوړلو او د خپل فامیل سره یې یو ځای کړلو.

په عین حال کې، پولیسو وویل چې د جولای په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د ریموټ له لارې کنټرولېدونکي یو بم د سولې د لښکر (د تروریزم ضد داوطلب ځواک) اوه تنه غړي ووژل کوم چې د یوې جرګې نه په موټر کې کور ته ستنېدل.

جیو نیوز په خپل راپور کې وویل چې په وژل شوو کې تحصیل کونسلر ظاهر شاه هم شامل دی.

جیو نیوز راپور ورکړ چې د کراچۍ پولیسو د جولای په ۱۸مه په یوه جګړه کې څلور ترورستان ووژل.

پولیسو ویلي چې د کراچۍ پولیسو په همدغې ورځ د لیاري په سیمه کې د بابا لاډلا د بدمعاشانو د ډلې اوه تنه شکمن غړي ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500