پاکستان کې د تاوتريخوالي پيښو کې شپږ وګړي ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام اباد - د پاکستان په بیلا بیلو سيمو کې په وروستیو وختونو کې د پارلمان يو پخوانی غړی،قبائلي مشراو ۲ د پوليسو مشران ووژل شول.

ډان ورځپاني په ۱۷ مه جولايي وليکل چې وسله وال تن د مهمند ايجنسۍ په بنګلو سيمه کې د حکومت پلوه قبایلي مشر(ملک) سيال جان دادوخيل مړ کړو او په ډزو کې د ده درې ملګري شوبل شول.

سما ټي وي د جولايي په ۱۸ مه نيټه راپور ورکړ چې د عوامي نيشنل ګوند د ولايتي د شورا پخوانی غړی، شيعيب خان کوم چې په ۱۷ مه نيټه د خېبر پښتونخوا ې په صوابۍ ولسوالۍ کې په ډزو ويشتلي شوی وو، په پيښور کې په روغتون کې په حق ورسيدو.

د سرحد قول (ايف سي) د بلوچستان ولايت وياند خان واسع له قوله ډان په ۱۷ مه جولايي وليکل چې په وروستیو وختونو کې قلات ولسوالۍ کې يو ترهګر مړ او پنځه شکمن وګړي ونيول شول.

د دنيا ټي وي تر مخه چارواکو په ۱۸ مه جولايي په وروستیو وختونو کې د خېبر پښتونخوا کوز دير ولسوالۍ ته نزدې تورمنګ سيمه کې شپږ شکمن ترهګر توقيف کړل.

په عین حال کې، پنډۍ کې په يو مقابله کې دوه پوليس افسران او يو غل ووژل شول، دنيا ټي وي په ۱۷ مه جولايي راپور ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500