د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل راحيل شريف د دولس ترهګرود مر ګ سزا تائيد کړې ده

سټاف راپور

پنډۍ : ډان راپور ورکړ چې د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو ادارې آئي ايس پي آر تر مخه جنرل راحيل شريف د جولايی په ۱۴ مه نيټه په ترهګرۍ کې ککړو د ۱۲ ترهګرو د مر ګ سزا تائيد کړه۔ دغه کسان د امنيتي ځواکونو په وژنه او ځني نورو ترهګرې عملياتون کې بوخت و۔

د آئي ايس پي آر وينا ده چې دغه ترهګرو د پاکستان تحريک طالبان او د لشکر جهنګوي سره ارتباط لرلو۔ هغوې زياتوي چې پوځي محکمې دوۍ ته د مرګ سزا اورولې ده.

ډان د يو سرکاري چارواکي له قوله وليکل چې د پا کستان چارواکو د جولايي په دیارلسمه نيټه د بلوچستان ولايت په چمن سيمه کې ۵ شکمن غړي توقيف کړل۔

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500