۳ پاکستاني اورپکي په باجوړ او خیبر پښتونخوا کې ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- چارواکو وویل چې لږ تر لږه درې تنه اورپکي په وروستیو وختونو کې په جلا جلا پېښو کې په باجوړ ایجنسۍ او خیبر پښتونخوا کې ووژل شول.

په باجوړ کې د سیاسي استازي (پولیټیکل ایجنټ) ادارې د ایکسپریس ټریبیون ته وویل، دوه تنه اورپکي د باجوړ ایجنسۍ په سالارزو سیمه کې د هغو چاودونکیو موادو په واسطه ووژل شول چې هغوی غوښتل چې په یوه سړک کې یې ښخ کړي.

جیو نیوز راپور ورکړ چې د جولای په ۱۰مه په یوه جلا پېښه کې پولیسو د خیبر پښتونخوا په بټګرام ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د ممنوع ګرځول شوې ډلې یو قوماندان وواژه او یو شکمن اورپکی یې په بټګرام ولسوالۍ کې د ډزو په نتیجه کې ونیوه.‌

د ولسوالۍ د پولیسو مشر راجا صبورخان وویل چې د شانګلې او توغر ولسوالۍ له پاره د تحریک طالبان پاکستان قوماندان چې په ډزو کې ووژل شو د جولای په ۹مه د خیبرپښتونخوا د یوه پولیس په وژنه کې لاس درلود،‌ او زیاته یې کړه چې همدارنګه هغه په ډېرو نورو پېښو کې هم لاس درلود.‌

پولیسو وویل چې چارواکو د تحریک طالبان پاکستان د قوماندان په سر د ۱ میلیون روپیو (۱۰ زره ډالرو) انعام ایښی وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500