اسلام اباد -۱۶ جون، د پاکستان د سترې محکمې د بې اغیزې شوې مرګ سزا چې د پاکستان مسلم لیګ نواز (مسلم-ن) غړي عابد رضا، ته صادره شوې وه ، بحال کړه، سماء راپور ورکړ.
رضا، چې په پنجاب ولایت کي یې د اين اے-۱۰۷ ګجرات نه چوكۍ ګټلي وه، د تروريزم ضد قانون(اے ټي اے) لاندې په ګجرات ناحیه کي د شپږ کسانو وژلو له کبله په ۲۰۰۱ کال کې د مرګ سزا ترلاسه کړې وه. خود قربانيانو د کورنيوسره يو حل ته د رسیدو نه بعد هغه خوشی کړی شوی و.
يو پنځه سترې محکمې بنچ حکم وکړ چې تروريزم ضد قانون (اے ټي اے) لاندې قضيې د مصلحت تابع نه دي.