د مومند ایجنسۍ اورپکو ۲ تنه یرغمل شوي کسان ووژل

د سټاف راپور

مومند ایجنسي، پاکستان -- ډان د جون په ۹مه راپور ورکړ چې اورپکو په وروستیو وختونو کې په مومند ایجنسۍ کې دوه تنه یرغمل کړي کسان ووژل، په ورته وخت کې چارواکو په دغه ایجنسۍ کې د تورنو اورپکو۱۳ کورونه ویجاړ کړل.

ځایي خلکو وویل چې اورپکو د جون په ۷ مه د یکه غونډ تحصیل په بېلابېلو سیمو کې د خاصه دار ځواک یو افسر نایب صوبیدار نوید خان او د نظامي انجنیري څانګې یو کارمند جمال شاه تښتولي ول. اورپکو د هغوی جسدونه په دوه کلیو کې غورځولي ول.

د ډان د راپور په اساس، په ورته وخت کې ځایي سرتېرو (لیویز) او خاصه دار ځواک د حلیمزیو د قومي مشرانو په مرسته په حلیمزو تحصیل کې د جون په ۸ مه د تورنو اورپکو ۱۳ کورونه ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500