ټولنه

'د امن کونتره' به په ټول هیواد کې سفر پيل کړي

د ظاهرشاه شيرازي رپوټ

د ډيره اسماعیل خان اوسیدونکي د جنورۍ په میاشت کې د 'امن کونترې' سره سیلفياني اوباسي. [ظاهر شاه شیرازي]

د ډيره اسماعیل خان اوسیدونکي د جنورۍ په میاشت کې د 'امن کونترې' سره سیلفياني اوباسي. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- په درېو پايو موټرسايکل باندې ولاړه د محمد اسماعيل "د امن کونتره" په ټول پاکستان کې د سفر لپاره چمتو ده.

اسماعیل، چې د پنجاب صوبې د شورکوټ کلي اوسیدونکی دی، د يو ميليونو نه زياتې روپۍ (۶۳۹۵ امريکايي ډالره) جمع کړې وې او اوه میاشتې یې د "امن کونترې" د جوړولو لپاره ولګولې، چې د فایبر ګلاس باډي او بهر کیمرې لري.

هغه او د هغه ټوله کورنۍ چمتو ده چې په راتلونکې میاشت کې د "پاکستان د امن سفر" پيل کړي.

اسماعیل د اکتوبر په ۲۰مه وویل، د کال په پای کې، "زه به د پاکستان په ښارونو کې سفر کوم چې اتباعو او نړۍ ته پیغام ورکړم: پاکستان دهشت ګردو ته د ماتې ورکولو نه وروسته یو امن ناک ملک دی."

'د امن کونتره' د جنورۍ په میاشت کې په ډېره اسماعیل خان کې سفر کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

'د امن کونتره' د جنورۍ په میاشت کې په ډېره اسماعیل خان کې سفر کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

د 'امن کونتره' په جنورۍ میاشت کې په ډيره اسماعیل خان کې لیدل کیدی شي. [ظاهر شاه شیرازي]

د 'امن کونتره' په جنورۍ میاشت کې په ډيره اسماعیل خان کې لیدل کیدی شي. [ظاهر شاه شیرازي]

اسماعیل وویل، "کونتره د امن نښه ده، او موږ غواړو چې هر ځای ته لاړ شو د امن پيغام ورکړو."

ميرمن اسماعیل، چې هغې د لومړي نوم ښودلو نه ډډه وکړه، وویل، "د دې سفر اصلي وجه دا ده چې د پاکستان او قبایلي سیمو ریښتیني شکل -- د هغې سوله ايز شکل -- څرګند کړي."

هغې وویل، "ما د خپلو ماشومانو او خاوند سره په ټول پاکستان او په قبایلي سیمو کې سفرونه ترسره کړي دي. زه هیڅ ډول ویره نه لرم، دا یو پیغام دی چې موږ امن ناک ملت یو او له امن سره مینه لرو."

که څه هم سرمايه کاران مايوسه کيدی شي، "موږ ټولو هغه کسانو ته د امید پیغام ورکوو چې نه غواړي پاکستان ته -- چې امن سره د مينه والو ځمکه ده -- ته راشي."

راتلونکی سفر به د دې کورنۍ دوهم سفر وي. دې کورنۍ د جنورۍ په میاشت کې د امن کونتره د پنجاب نه د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې قبایلي سیمو ته او جنوبي وزیرستان ته بوتله چې د مينې او امن پیغام خپور کړي.

اسماعیل وویل، "موږ په منفي ډول د ترهګرو په توګه ښودل شوي يو، خو اصلا خبره داسې نه ده.موږ غواړو چې نړۍ ته ووايو چې موږ یو سوله ییز ملت يو. ما د خپلو ماشومانو او میرمنې سره د قبایلي سیمو څخه لیدنه وکړه. زه هیڅ ډول ویره نه لرم ځکه چې قبایلي سیمې اوس د ټولې نړۍ په شان سوله ایزي دي، او زموږ سفر د دې ثبوت دی."

اسماعيل يادونه وکړه چې د هغه کورنۍ په خلاص ځای کې د امن په کونتره کې خوب وکړو، او کله چې دوی د مهمند ایجنسۍ، باړې، او دره ادم خیل او په نورو قبایلي سیمو کې په سړکونو باندې سفر کولو، نو دوی هیڅ يوه ستونزه نه لرله.

"نوي حوصله"

اسماعیل وویل، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د خلکو غبرګون "تل عالی دی". "قبیلې زموږ ښه هرکلی کوي، موږ ته ښه خوراک راکوي؛ حتی هغوی زما ښځې او ماشومانو ته ډالۍ ورکوي. دا زموږ لپاره د لوی فخر خبره ده."

رمضان مهمند، چې په مهمند ضلعه کې د غلنۍ اوسیدونکی دی، وويل، "کله چې ما په دې کال کې د جنورۍ په مياشت کې په مرکزي بازار کې دغه کونتره ولیدله، نو زه واقعي ډیر متاثره شوم چې ما واوريدل چې د پنجاب نه زما ورور دلته راغلی دی چې نړۍ ته وښيي چې مهمند ضلعه څومره امن ناکه ده."

هغه زیاته کړه، "موږ د اسماعیل او د هغه د کورنۍ مننه کوو چې په موږ کې يې نوی باور رامنځته کړو چې ترهګري ماته شوي او مهمند نور د نه ورتګ ځای نه دی."

د جنوبي وزیرستان پخوانی اوسیدونکی رحیم محسود، چې اوس په ډيره اسماعیل خان کې اوسیږي، وویل، "دا نوښت د قبايلي خلکو د اعتماد د بحالولو لپاره يو لوی ګام دی ځکه چې دوی پخپله د دهشت ګردۍ قربانيان دي."

هغه وويل، "هغه دهشت ګرد نه دي -- د یو څو تنو غلطۍ باید ټولو ته د سزا ورکولو لپاره بهانه جوړه نشي. موږ د اسماعیل او د هغه د کورنۍ شکريه ادا کوو چې نړۍ ته یې دغه پيغام ورکړو."

صبغت الله مغل، چې د ځايي ورځپاڼې مشال ډيره مدير دی، وويل، "د امن کونترې کورنۍ په ډيره اسماعیل خان کې د میشتو قومونو ستر خدمت وکړو. دوی نه یوازې په هغوی کې د امن پیغام ته وده ورکړه، بلکې د قومونو ژوند يې هم وليدلو چې جنګ د دوی کورنیو ته څومره زیان رسولی دی."

هغه وویل، "د اسماعیل او د هغه د کورنۍ سفر د پنجاب د خلکو په اړه د قومونو د غلط فهمیو په لرې کولو کې هم مرسته کړې ده، چې ځینې خلک ټول قبایل دهشت ګرد ګڼي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500