تروريزم

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سوریه کې د یاغیانو د 'خپريدو' د خطر په اړه خبرداری ورکړ

ای اېف پي

د جولای په ۲۳ مه په يو اخیستل شوي تصوير کې، د داخلي امنیت ګشت د سوریې په شمال ختیځ کې الهول کيمپ کې د ښځو، چې د داعش جګړمارو میرمنې دي، ساتنه کوي. [ډيلیل سلیمان/ای اېف پي]

د جولای په ۲۳ مه په يو اخیستل شوي تصوير کې، د داخلي امنیت ګشت د سوریې په شمال ختیځ کې الهول کيمپ کې د ښځو، چې د داعش جګړمارو میرمنې دي، ساتنه کوي. [ډيلیل سلیمان/ای اېف پي]

نیویارک -- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۶ مه) په یوې متفقه تصویب شوې اعلامیه کې په سوریه کې د یاغي قيديانو د 'خپريدو' خطر په اړه خبرداری ورکړ.

دغه سازمان په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت لپاره د مختصر نوم کارولو سره وویل، "د امنیت شورا غړو زياته انديښنه څرګنده کړه چې ترهګر به هغه ډلې، د داعش په ګډون، پريږدي کومې چې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي دي."

د شورا ۱۵ غړو په شمال ختیځ سوریه کې "د بشري وضعیت د لا خرابیدو په اړه ډیره اندیښنه" څرګنده کړه.

په یو بل بيان کې، د شورا اروپایي غړو -- بیلجیم، انګلستان، فرانس، جرمني او پولینډ -- د کیمپونو د امنیت په اړتیا ټینګار وکړ چیرې چې یاغي جګړه مار ساتل شوي دي.

هغوی وویل، "د ترهګرو جګړمارو خوندي توقيف اړین دی ځکه چې دوی د تروریستي ډلو په لیکو کې د شاملیدو نه منع کړو."

د یکشنبې په ورځ، کرد چارواکو وویل چې د بهرني جهاديانو تقريباََ ۸۰۰ خپلوان د سوریې په شمالي ښار عین عیسی کې د کردانو تر کنټرول لاندې د بې کوره شويو د کیمپ نه تښتیدلي دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) وويل چې دې د سوریې کردانو لخوا نیول شوې میرمنې "خوشې کړې" دي، خو دې ډلې شمیره نه ده ورکړې یا یې دا نه دي ویلي چې ایا دغه میرمنې د داعش غړي یا د جهادیانو میرمنې وې.

ترکیې د اکتوبر په ۹ مه په سوریه باندې پوځي بريدونه پیل کړل.

خبریالانو ته په خطاب کې، د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ایالاتو سفیرې، کیلي کرافټ، د ترکیې برید د مخنیوي لپاره د واشنګټن په غوښتنې ټينګار وکړ.

"متحده ایالات په ترکیې غږ کوي چې خپل برید ودروي او سمدلاسي د اوربند اعلان وکړي."

د ملګرو ملتونو لپاره د چین سفیر وویل چې د هغه کیمپونو خونديتوب "زموږ د ټولو په ګټه دی" چيرې چې ياغيان قيد شوي دي، په داسې حال کې چې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا وویل، "هیڅوک باید دا څرګنده نه کړي چې دا یوازې د سوریې او عراق مسله ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500