ديپلوماسي

د برتانيې د شاهي کورنۍ شهزاده ویلیم او کیټ میډلټن د پاکستان سفر پیل کړ

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

وزیر اعظم عمران خان د اکتوبر په ۱۵ مه په اسلام آباد کې د کیمبرج ډیوک او ډچیس سره يو ځای روان دی. [پاکستان تحریک انصاف]

وزیر اعظم عمران خان د اکتوبر په ۱۵ مه په اسلام آباد کې د کیمبرج ډیوک او ډچیس سره يو ځای روان دی. [پاکستان تحریک انصاف]

اسلام آباد -- شهزاده ولیم او کیټ میډلټن، چې د انګلستان د کيمبرج ډیوک او ډچیس دي، دغه هیواد ته د خپل لومړي رسمي سفر لپاره د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۴ مه) پاکستان ته راورسیدل.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې کې د دغې شاهي جوړې هرکلی وکړو او د جينکو لپاره اسلام آباد ماډل کالج ته لاړل، چیرې چې دوی د زده کونکو سره خبرې وکړې او د ټولګیو لیدنه یې وکړه. دوی وروسته د صدر ډاکټر عارف علوي او وزیر اعظم عمران خان سره غونډې وکړې.

ويليم او کيټ چمتو دي چې په لاهور کې د ماشومانو لپاره د ايس او ايس کلي ته سفر وکړي او د يتميانو ماشومانو سره وګوري او همدارنګه مينار پاکستان، بادشاهي جومات او شوکت خانم ميموريل کينسر هسپتال او ريسرچ سنټر ته سفر وکړي. دوی به چترال او خېبر ايجنسۍ ته هم سفر وکړي.

د برتانيې هايي کمشنر توماس ډریو په ټویټر باندې وویل، دا دوره "به بې شکه د برتانيې او پاکستان تر منځ تاریخي اړیکو ته درناوی ورکړي."

کیټ میډلټن (ښي اړخ ته)، د کیمبریج ډچيس، خپل میړه، شهزاده ولیم، چې د کیمبرج ډيوک دی، ته ګوري، په داسې حال کې چې دوی د اکتوبر په ۱۵ مه د اسلام آباد په یو سرکاري سکول کې د خپل سفر پر مهال د سکول چارواکو سره ګوري. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کیټ میډلټن (ښي اړخ ته)، د کیمبریج ډچيس، خپل میړه، شهزاده ولیم، چې د کیمبرج ډيوک دی، ته ګوري، په داسې حال کې چې دوی د اکتوبر په ۱۵ مه د اسلام آباد په یو سرکاري سکول کې د خپل سفر پر مهال د سکول چارواکو سره ګوري. [عامر قریشي/ای اېف پي]

هغه وويل، "خو دا به په لویه کچه د پاکستان په ښودلو تمرکز وکړي لکه څنګه چې نن ورځ دی: متحرک، ليوال او هيله مند ملت."

کینسنګټن محل په يو بيان کې وويل، "ښه زده کړې ته لاسرسي، په ځانګړي توګه د جينکو او ځوانو ښځو لپاره، په پاکستان کې د انګلستان تر ټولو ستر لومړيتوب دی."

پاکستان د انګلستان ترټولو لوی سفارتي ماموریت لري او د بل هیواد په پرتله د انګلستان نه ډیرې مرستې ترلاسه کوي، چې ډیره برخه یې په تعلیم خرچ کيږي.

دا دوره، چې د اکتوبر په ۱۸ مه به پای ته ورسیږي، د انګلستان د بهرنيو چارو او دولت مشترکه دفتر په غوښتنه تنظیم شوې وه.

کینسنګټن محل تر دې دمه د ډیوک او ډچیس سفر د سیاسي کړکېچونو او امنیتي اندیښنو له امله "خورا پیچيده" ګڼلی وو.

د ۱۰۰۰ نه زیات پاکستاني پولیس افسران د دې جوړې د خوندیتوب لپاره ګمارل شوي دي.

د سولې راستنیدل

د سولې بیرته راستنیدلو او په امنیت کې پرمختګونو د دغه پنځو ورځو سفر لپاره لاره هواره کړه او په لومړي ځل د شاهي کورنۍ غړو په ۱۳ کالو کې پاکستان ته سفر وکړو.

د شهزاده ولیم مور، مرحومه شهزادګۍ ډیانا، په ۱۹۹۶ کال کې د شوکت خانم میموریل کینسر هسپتال او ريسرچ سنټر، چې د اوسني وزيراعظم خان لخوا جوړ شوی وو، لپاره د چندې راټولو په يوې غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کړی وو.

په اسلام آباد کې میشت د امنيت شنونکي جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وویل، دغه دوره به نړۍ ته یو روښانه پیغام واستوي چې پاکستان له ستونزو څخه راوتلی او اوس د هرچا لپاره خوندي دی چې دلته راشي.

هغه زیاته کړه چې دا ښه پرمختګ دی چې پاکستان په نړیواله کچه د يوازيوالې نه راوځي، او داسې د لوړې کچې سفر ثبوت ورکوي چې حکومت د ترهګرۍ مخه نیولې ده.

په پېښور يونيورسټۍ کې د سیاسي علومو ښونکي عبدالرحمان څرګنده کړه چې دا سفر به په بهر کې د پاکستان انځور ته وده ورکړي.

هغه وويل، "دا سفر به نړۍ ته عصري پاکستان، چیرې چې پخوانی کرکټر عمران خان د حکومت مشري کوي، وښیي چې انګلستان ته نږدې دی ... ټوله نړۍ به د پاکستان په اړه خپل چلند بدل کړي."

رحمان وویل، دا وروستی سفر د ترهګرۍ سره په مبارزه کې نه يوازې د پاکستان د هڅو اهميت په ګوته کوي بلکې د انګلستان سره د سولې اوسیاسي، کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو اهميت هم په ګوته کوي.

کفایت الله خان، چې په مردان کې په عبدل ولي خان يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو درس ورکوي، وویل، "په ټوله ايزه توګه، دا سفر به ټولې نړۍ ته پیغام ورسوي چې پاکستان یو سوله ايز هیواد دی چې د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره نړیواله همکاري غواړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500